د خدام الحجاج ايډوانس ډلې په مدينه منوره كښې غونډه ٬ د پاكستاني حجاج كرام د راتلو تياريانې بشپړ كړې شوې
مدینه منورہ۔16اپرېل د پاکستانی حجاج كرامو مدينې منورې ته د سفر په لړ كښې انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو له په ډائرېکټورېټ حج مدینه كښې يوه مهمه مشاورتي غونډه وشوه په كومه كښې چې 18 اپرېل څخه د پېل كېدونكي حج آپرېشن د تياريانو بشپړ جاج واغستے شو۔ د ډائرېکټر مدینه زاهد سهېل په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې کوآرډینېټر مکه ذوالفقار خان، د حج ميديكل مشن …
مدینه منورہ۔16اپرېل د پاکستانی حجاج كرامو مدينې منورې ته د سفر په لړ كښې انتظاماتو ته حتمي شكل وركولو له په ډائرېکټورېټ حج مدینه كښې يوه مهمه مشاورتي غونډه وشوه په كومه كښې چې 18 اپرېل څخه د پېل كېدونكي حج آپرېشن د تياريانو بشپړ جاج واغستے شو۔ د ډائرېکټر مدینه زاهد سهېل په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې کوآرډینېټر مکه ذوالفقار خان، د حج ميديكل مشن مشر کرنل اېم توقیر ملک، کوآرډینېټر مدینه کاشف حسېن او ډپټی کوآرډینېټر مصباح الرحمان په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې ګډون كوونكو حجاج كرام لپاره په شوو انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وشوه۔ د چارواكو له مخې حج آپرېشن به په باقاعده توګه په 18 اپرېل پېل شي۔ په غونډه كښې چارواكو ددې عزم پخلے وكړو چې ټولې ډلې به مېدان كښې چمتو پاتې كيږي او د حجاج كرامو به استقبال به روايتي جوش او جذبې سره كولې شي دغسې چې هغوي خپل روحاني سفر سكون سره وكړے شي۔

By Manend Team

Manend, a top Pakistani Media can be seen on, Facebook ,Youtube, Twitter etc. Manend Media provides News in Peshawar, Kohat, Bannu, DI Khan, Mardan, Hazara , Abattablad, Malakand, Pakistan , Pakhtunkhwa in Urdu and English and Pashto Language of Latest and Breaking Nature consisting of News, Education Opinion and Entertainment

جواب دیں

آپ کا ای میل ایڈریس شائع نہیں کیا جائے گا۔ ضروری خانوں کو * سے نشان زد کیا گیا ہے